سوريه کې د کېمياوي وسلو د څارونکو اندېښنه

د هغه سازمان مشر چې د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو د چارې مشري کوي د سوریې دولت د مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو ته د ورتګ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د نړیوال سازمان مشر احمد اوزومکو بي بي سي ته ویلي ځینې لویې لارې د ښکیلو خواوو ترمنځ ورځې تر بلې لاس په لاس کیږي. نوموړي په جګړه کې له ښکلیو خواوو غوښتي چې له دوی سره همکاري وکړي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې سوریه د کیمیاوي وسلو د نړېوال سازمان غړیتوب تر لاسه کړی. ښاغلي اوزومکو وویل د نوبل د سولې جایزې چې تېره اونۍ دغه سازمان ته وړرکړل شوه، ددې سازمان مورال په داسې حال کې لوړ کړی چې دوی په ډیرو سختو شرایطو کې کار کوي.