مالیزیا: غیر مسلمان دې د الله نوم نه کاروي

د مالیزیا د استیناف محکمې د دوشنبې په ورځ حکم وکړ چې حکومت کولی شي د مسیحانو له خوا د الله د کلمي په کارولو بندیز ولګوي او په دې توګه یې د محکمې پخوانۍ پرېکړه رد کړه.

په مالیزیا کې په سلو کې ۶۰ تنه مسلمانان دي.

د قاضیانو منصفه هیت وویل د الله نوم باید یوازې اسلام ته ځانګړی وي او کنه عامه ګډوډي به رامنځ ته کړي.

په مالیزیا کې مسیحان وایی دوی د پېړيو په اوږدو کې خپل خدای ته بې له کومې استثنا الله ویلي دي.

خو دریو قاضیانو په یوه خوله موافقه کړې چې د الله نوم د مسیحانو سره نه جوړېږي او وایي دوی دې خپل خدای ته بل نوم وکاروي.

دې لانجې له مالیزیا بهر اسلامي عالمان مغشوش کړي دي.

ځکه په نوره اسلامي نړۍ کې مسیحان کولی شي د الله نوم وکاروي.

خو ځینې مالیزیایان په دې باور دي چې د مالی مسلمان ګوند دا قضیه د خپلو سیاسي موخو له پاره کاروي او په دې توګه غواړي چې ډېرې رایې وګټي.

له محکمې بهر سلګونو اسلام پلوو د خوښۍ نارې وهلې.

خو مسله اوس هم حل نه ده.

د کلیسا چارواکي وایي دا بندیز لانجمن دی او دوی به قضیه د هېواد سترې محکمې ته ورسوي.

په ۲۰۱۰م کال کې هغه پرېکړه چې د مسیحانو په ګټه وه د دې سبب شوه چې په جوماتونو او کلیساوو بریدونه وشي.