د هرات عیدګاه کې بمي چاودنه شوې

د افغانستان د لوېدیځ هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې د اختر لمانځه له ادا کولو وروسته په عید ګاه کې چاودنه شوې.

د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبد الحمید حمیدي بي بي سي ته وویل، په دې پېښه کې اته تنه ټپیان شوي دي چې روغتیايی حالت یې د ده په وینا د ډاډ وړ دی.