مصري حکومت سلګونه سوري کډوال نيولي دي

د بښنې نړیوال سازمان وايي، مصري حکومت هغه سلګونه سوري کډوال نیولي چې په ناوړه شرایطو کې له خپل هېواده د روانې جګړې له کبله د تېښتې هڅه کوي.

د دغه سازمان په یوه نوي رپوټ کې راغلي، لسګونه ماشومان له وارثانو پرته نیول شوي دي.

په دغه رپوټ کې ویل شوي، ځینې کډوال له خوړو او روغتیايي اسانتیاو پرته په ناوړه شرایطو کې د پولیسو په مرکزونو کې ساتل کېږي.

دغه سازمان وايي، د مصر په دویم لوی ښار اسکندریه کې یوه جوړه ماشومان د بندیانو په ډله کې لیدل شوي دي.

مصري چارواکو د دغه رپوټ په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

دغه هېواد د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ میاشت کې د حسني مبارک د حکومت له ړنګېدو راهیسې له سیاسي کړکېچ سره مخامخ دی.