د چين اقتصادي وده بېرته چټکه شوې ده

د چین رسمي شمیرې ښي، چې د دغه هېواد اقتصادي وده د کال په لومړيو دوو ربعو کې له ورو پرمختګ وروسته بیرته چټکه شوې ده.

د محاسبې د ملي ادارې مالومات ښيي، د چین اقتصادي پرمختګ د جولای او سپټمبر میاشتې ترمنځ ۸،۷ ته لوړ شوی، خو دغه کچه د کال په تیرو څلورو میاشتو کې اووه نیم فیصده وه.

له دغو شمیرو داسې ښکاري، چې چین به هغه کلنی اقتصادي پرمختګ پوره کړي، چې د ځان لپاره یې ټاکلی دی.