د نايروبي د بريد يو بريدګر پېژندل شوی دی

د کینا د خرڅلاو په یوه مارکیټ کې د تیرې میاشتې يو شکمن بريدګر، د ناروې اوسیدونکی پيژندل شوی دی.

بي بي سي ته ویل شوي، چې دغه ۲۳ کلن حس عبدي یو له هغو څلور کسانو څخه و، چې د سي سي تلویزیون په تصویرونو کې دننه په مارکیټ کې لیدل شوی و.

نوموړی په سومالیا کې زیږیدلی و خو له خپلې کورنې سره په نهه کلنۍ کې ناروې ته تښتیدلی وه او د ځوانۍ په عمر کې بیرته موګادیشو ته ستون شوی و.

د نایروبي په برید کې لږ تر لږه ۶۷ کسان وژل شوي وو، چې پړه يې اسلامپالې ډلې الشباب پر غاړه خیستې ده.

تر اوسه روښانه نه ده، چې برید ګر ژوندي دي که وژل شوې دي.