د خوب په اړه د ساینسپوهانو نوې لاسته راوړنې

په امریکا کې څیړونکي وايي، د خوب لپاره یې له اساسي لاملونو یو لامل کشف کړې دی.

د راچسټر پوهنتون ساینسپوهان وايي پر مږو باندې تر سره شویو تجبربو ښوولې چې دماغ خوب د دې لپاره کاروي چې هغه زهري مواد بیرون وباسي چې د ویښې په حالت کې د نیورونونو د خپل منځي اړیکو په پایله کې رامنځته کېږي

د دغو ساینسپوهان مشر مېکن نیډرګارډ وايي، مغز د میلمنو لپاره د بوختولو په څیر کار کوي او ځینې وخت د پاکولو نده هم مخ ته و ړي خو پر یوه وخت دواړه کارونه نه شي کولای.