استراليا: د اور له وېرې خلک کورونه پرېږدي

د استرالیا حکومتي چارواکي وېره لري، چې په نیو ساوت ویلز ایالت کې درې کوچني ځنګلي اورونه ښايي سره یو ځای شي او یوه ستره اورلګېدنه رامنځته کړي، چې سلګونه کلومتره سیمه به زیانمنه کړي.

د اورلګېدنې د مخنیوي ادارې ویلي، اور وژونکي له سختو شرایطو سره مخامخ دي، چې په وینا یې په راتلونکو ورځو کې ښايي د تودې هوا او زورورو بادونو له کبله نور هم ستونزمن شي.

په سیمه کې بېړنی حالت اعلان شوی چې له مخې یې چارواکو ته واک ورکړل شوی، چې خلک د خپلو کورونو پرېښولو ته اړ کړي.