بلوچستان: په اور ګاډي چاودنې ۷ کسه وژلي

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر یوه مسافر وړونکي اورګاډي بمي چاودنه شوې چې لږترلږه اووه کسان په کې وژل شوي.

راپورونه وايي چې په دغه پېښه کې لس کسه نور ټپیان دي.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یاد اورګاډی په نصیر اباد ولسوالۍ کې تمځای ته راورسېد او په ریل لیکه چاودنه وشوه.

اورګاډی له راولپېنډۍ نه د بلوچستان ایالت مرکز کوټې ته پر لار و.

دغه ایالت د اسلامپالو اورپکو او بېلتونپالو یاغیانو له تاوتریخوالي سره مخامخ دی.