ډرون کونړ کې د طالبانو قومندان وژلی دی

د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې، په یوه برید کې د حاجي دوران په نامه د وسله والو طالبانو یو مشهور سیمه ییز قوماندان وژل شوی دی.

د ماڼوګۍ ولسوال لعل مرجان وايي، د کلایګل سیمې په رېچلک تنګي کې دغه شوي برید کې د قوماندان دوران ورور مولوي قیس هم وژل شوی دی.

راپورونه وايي له قومندان دوران سره درې کسه نور هم وژل شوي، چې يو يې ورور دی.

دا په تېرو دریو ورځو کې په کونړ ولایت کې پنځم ډرون برید دی، چې یو شمېر وسله وال طالبان په کې وژل کېږي.