حصارک کې توغندي ۲ ولسي وګړي وژلي دي

د ننګرهار په ناارامه حصارک ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د سیمې عیني شاهدانو بي بي سي ته وویل، پلار او د هغه شپږ کلن زوی تیره شپه په خپل کور کې د طالبان هغه توغندي وژلي، چې پر حکومتي پوسته یې توغولی و.

د سیمې خلک وايي، وژل شوی کس بزګر و او له هیڅ ډلې سره یې تړاو نه درلود.

د ټپیانو حالت هم نازک ښوول شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

حصارک د ننګرهار هغه لرې پرته ولسوالي ده، چې نژدې هره ورځ په کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه وي.

د سیمې خلک وايي، که دغې ولسوالۍ ته حکومت سم پام ونه کړي، ښايي سقوط وکړي.