" مخالفين د انتقالي حکومت پر اړتيا سلا شوي"

د سوریې د ملي ټلوالې مرستیال بي بي سي ته ویلي د مخالفینو مشران چې د لندن د سولې په کنفرانس کې یې ګډون کړی وو په سوریې کې د یوه انتقالي حکومت پر اړتیا سره سلا شوي دي.

سهیر الاتاسي وايي په راتلونکي حکومت کې به د بشارالاسد لپاره کوم ځای نه وي.

خو په سوریې کې د بي بي سي یو خبریال وايي د مخالفو جنګیالیو ترمنځ د سولې په خبرو کې د دوی د استازو لږ ملاتړ لېدل کیږي.