ټیلیفوني څار: اورپايي مشران غونډه کوي

اروپا کې د امریکایانو د جاسوسۍ د ادعاوو په وړاندې د زیاتېدونکې غوسې په ترڅ کې اروپايي مشران غونډه کوي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولانډ وروسته له هغه د دې مشرانو په اجندا کې د یادې موضوع د ځایولو هڅه کوي چې د رپوټونو له مخې په فرانسه کې د امریکايی استخباراتي ادارو له خوا میلیونونه ټیلیفوني مکالمې څارل شوي دي.

د چارشنبې په ورځ د جرمني لومړۍ وزیر انګلا مرکل د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته ټیلیفون وکړ او له هغه سره یې له هغه سره خپله اندېښنه شریکه کړه چې ویل کېږي د نوموړې شخصي ټیلیفون هم څارل شوی دی.

په دې ټیلیفوني خبرو کې ښاغلي اوباما ویلي چې امریکا د مرکل شخصي ټیلیفون نه دی څارلی او نه به یې په راتلونکې کې وڅاري خو واشنګټن په تېر کې د ټیلیفوني مکالمو د څارلو خبره نه ده رد کړې.

د دې رپوټونو له خپریدو وروسته جرمنیانو له غوسې ډک غبرګون ښودلی.