پکتیکا کې چاودنې پنځه کسان وژلي

د افغانستان په سویل جتیځ پکتیکا ولایت کې د پنجشنې په ورځ ماښام ناوخته د دوو ماین چاودونو په پایله کې د ملکي وګړو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي جاني خیلو سیمه کې لومړی ماین د ملکي کسانو تراکتور پر یوه خښ کړل شوي ماین وخوت، چې د چاودنې له کبله یې ولي الرحمن نومي یو کس ووژل شو او درې نور ټپیان شول.

د دوی په وینا دویمه چاودنه لږ وروسته د لومړۍ چاودنې ځای ته نژدې هغه مهال وشوه، چې څلورو ماین خښوونکو غوښتل په سړک کې یو ماین ځای پر ځای کړي، چې وچاودېد او څلور ماین خښوونکي یې پایله کې ووژل شول.

چارواکي وايي د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې لامل ماین هم هغو کسانو خښ کړی و، چې د بل ماین خښولو پر مهال ووژل شول، خو کومې ډلې تر اوسه د دې ماینونو خښولو مسوولیت نه دی منلی.