چین د بوشیلای استیناف رد کړ

چین کې یوې محکمې د فساد او بډو لړ کې د سزا خلاف د تورن سیاستمدار بوشيلای استيناف غوښتنه رد کړې ده.

د دې معنی داده، چې ښاغلی بوشيلای به اوس له هغې سزا سره سم، چې نوموړي ته اصلاً ورکړله شوې، ټول عمر زندان کې تېروي.

نوموړی یو مهال د چین له رادبره کېدونکو سیاسي مشرانو څخه یو و، چې په اړه یې ویل کېدل، ښايي د خپل هېواد مشرتوب تر لاسه کړي.

خو په پراخه کچه نوموړی له هغه وروسته له نظره وغورځېد، چې پر مېرمنې یې د یوه برتانوي سوداګر د وژل کېدو تور ولګېد.

دا چین کې د لسیزو اوږدو کې تر ټولو لویه سیاسي رسوايي وه.