یونما له افغان حکومته د ټاکنو د قانون درناوی غواړي

په افغانستان کې دملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یونما ټینګار کړی چې افغان دولت دې د راتلونکو ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو په ټآکنو کې د ټاکنو قانون ته درناوی وکړي او د اساسي قانون ملاتړ وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ا ستازي یان کوبیش د تېرې جمعې په ورځ د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له مشر سره وکتل او هغه د ټاکنو له بهیر د نړیوالو د ملاتړ په اړه ډاډ ورکړی.

دا کتنه د ملګرو ملتونو د استازي په غوښتنه د یونما په دفتر کې وروسته له هغه کیږي، چې په راتلونکو ټاکنو کې د نوماندانو لومړی نوملړ خپور شوی او له دې لسته یو شمېر لیرې شویو کسانو د دې پریکړې پر وړاندې اعتراض کړی او سپیناوی یې غوښتی.

د ټاکنو کمیسیون وايي نن (شنبه/اکتوبر ۲۶) به معترضو نوماندانو ته دا په ډاګه کړي چې د کوم لامل له مخې یې نوم له دغه لسته ایستل شوی دی.