پر اسلامي مقدساتو د بریدونو ضد لاریون

د افغانستان ختيځ کونړ ولایت په اسد اباد کې ګڼ شمېر خلکو د هغه څه پرضد لاريون وکړ، چې دوی اسلامي مقدساتو ته سپکاوى باله.

لاريونيانو،هغه کسان د اسلام غليمان بلل، چې پر مقدساتو بريدونه کوي او له مقدساتو نه په بريدونو کې کار اخلي.

ظاهراً دغه مظاهره په لوګر ولايت کې د والي ارسلا جمال د وژل کېدو په غبرګون کې کېږي، چې د اختر په ورځ په مسجد کې د يوې چاودنې په ترڅ کې ووژل شو.

د کونړ د لاريونيانو څو تنو سمبالوونکو (محمد روزي. ډګروال شاه محمود او مولوي فرمان الله) پر خلکو د هغه چا پر وړاندې د راپورته کېدو غږ وکړ چې په مسجدونو کې پر خلکو بريدونه کوي.

دغو کسانو پر مسجدونو بريد کوونکي د اسلام دښمنان بلل او له حکومته يې غوښـتل چې دغه ډول بريدګر دې په ډاګه په دار راوځړي.