پر برتانوي شرکت د زندانیانو ځورونې تور لګېدلی

د جي فور ایس په نامه یوه برتانوي امنیتي شرکت باندې تور پورې شوی، چې د سوېلي افریقا په یوه خطرناک زندان کې یې بندیان پې بې رحمانه ډول ځورولي او د زندان کنترول یې لاسه ورکړی دی.

له بلومفونتین سره نږدې د مانګوانګ په نامه زندان کې کابو درې زره تنه بندیان دي، چې د راپورونو له مخې، ځینو ته یې د سزا په توګه برېښنايي شارټونه او پېچکارۍ ورکړل شوې دي.

د دوی مدافع وکیل تور پورې کړی، چې د دغه زندان د کارکوونکو په اړه د قانوني خوندیتوب یو ډول کلتور عام شوی دی.

خو جي فور ایس وايي، دغه شرکت په یاد شوي زندان کې د خپلو کارکوونکو لخوا د ربړونې هېڅ شواهد نه دي موندلي او په زندان کې د رامنځته شوي تاوتریخوالي لامل د کار پر سر یوه رامنځته شوې لانجه بولي.

د روانې میاشتې په سر کې د سوېلي افریقا حکومت اعلان کړی و چې په لنډمهالي ډول د دغه زندان د اداره کولو چارې پر خپله غاړه اخلي.