انګلستان کې زورور توپان زیانونه اړولي

د انګلستان په سوېل او ویلز سیمه کې له شدیدو بارانونو او بادونو سره مله یوه زورور توپان یو شمېر سیمو ته زیان رسولی دی. په ځینو سیمو کې د بادونو سرعت په یوه ساعت کې ۱۴۰ کیلومترو ته رسېدلی دی.

د دغه توپان له امله د الوتکو الوتنې ځنډول شوې، پلونه بند شوي او د اورګاډو ډېر چوپړونه درول شوي دي. توپان یو شمېر ونې راغورځولې او د سېلاوونو راوتلو ګواښ یې هم رامنځته کړی دی.