چاریکار: د تېلو ټانکرونو کې چاودنې شوې

تېر ماښام پروان ولایت مرکز چاریکارو په سیمه کې د تیلو په ټانکرونو کې چاودنې رامنځ ته شوي دي.

راپورونه وايي پېښه د کابل پروان پر عمومي سړک رامنځ ته شوې چې پکې درې د تیلو ټانکرونه، هټیو، د خلکو موټرونو او کورونو ته زیات زیان اوښتی دی.

د پېښې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې خو ویل کېږي چې چاودنې مقناطیسي بمونو رامنځ ته کړې دي.