اردن سوري وګړي له خپلو پولو بېرته ګرځوي

د بښنې د نړیوال سازمان امنیسټي انټرنشنل په یوه راپور کې ویل شوي، سلګونه هغه سوري وګړي، چې خپل هېواد کې له جګړې تښتې د اردن او نورو ګاونډیو هېوادونو له پولو بېرته ګرځول شوي دي.

په راپور کې ویل شوي د عراقي او فلسطیني کډوالو په ګډون، چې په سوریه کې اوسي، هغه کسان چې پېژند پاڼې نه لري او هغه چې اردن کې یې د کورنۍ غړي نه شته دغو هېوادونو ته له ورتلو ګرځول شوي دي.

د امنیسټي مسوولینو په وینا دغه حالت د زغم وړ نه دی.

اردني چارواکو ویلي، چې د سوري کډوالو لپاره یې خپلې پولې پرانیستې پرې ایښې دي.