لاذاقيه کې د سوري پوځ مرکز کې چاودنه شوې

د سوریې له ساحلي ښار لاذاقيه نه راپورونه وايي، چې دغه ښار نه بهر د سوري پوځ یوه مرکز کې درنه چاودنه اورېدل شوې ده.

ځايي رسنیو ویلي، دغه پوځي مرکز اسراییلي ځواکونو په نښه کړی دی.

داسې باور کېږي، دغه مرکز کې د روسیې جوړ شوي توغندي ساتل کېږي او له دې مخکې جولای میاشت کې هم اسراییلي الوتکو پرې ګوزارونه کړي. اسراییل داسې اندېښنه لري، چې له سوریې نه یو شمېر وسلې ګاونډي لبنان کې د حزب الله جنګیالو ته لېږدول شوي دي.