ايغور بیلتونپالي د تيانانمين پېښه کې پړه دي

د چین تر ټولو لوړپوړي امنیتي چارواکي د پلازمېنې بیجینګ په تیانانمین څلورلارې کې د د تېرې دوشنبې ورځې د موټر ټکر پړه پر یغور بېلتونپالو ور اچولې، چې پنځه کسان پکې ووژل شول.

د واکمن کمونېست ګوند په سیاسي بیورو کې د کورني امنیت مسول مینګ ژیانژو چینايي رسنیو ته ویېلي، چې په دغې پېښې کې د ختیز ترکستان اسلامي غورځنګ په نامه ډله لاس لري.

له پېښې وروسته امنیتي ادارو پنځه تنه سیمه ییز یغور مسلمانان نیولي وو.

په بیجینګ کې د بي بي سي خبریال وايي، ډېر کم خلک ښايي پر دې باور وي، چې دغه ډله په چین کې د ترهګرۍ کوم جدي عمل تر سره کولای شي.