چین کې چاودنې ۱۱ کسان وژلي

د چین خبري اژانس شینخوا په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې د دغه هېواد په جنوب کې د اورلوبو توکو جوړولو په یوه کارځای کې د چاودنې له کبله ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان ي.

رپوټ زیاتوی ډیری وژل شوي ښځینه کارکوونکې دي، چی د اورلوبو لپاره یې دغه کارځای کې فیوزونه جوړول.

رپوټ د ځايي پولیسو له قوله وايي، د کارځای دوه کسه منیجران یې د ګونګشي خپلواکې سیمې په سینشي ښار کې نیولي دي.

د چاودنې سبب تر اوسه معلوم نه دی.