وسله والو په ختيځ کې د ناټو سرتېری وژلی

ناټو ځواکونه وايي يو سرتيری يې د افغانستان په ختيځ کې د وسله والو په یوه برید کې وژل شوی دی.

د ناټو ځواکونو په اعلاميه کې نه دي ويل شوي، چې دغه سرتېری د قیقآ د ختيځ په کومه سيمه کې وژل شوی دی.

دوی دغه راز د وژل شوي سرتېري هويت هم نه دی په ډاګه کړی، خو د افغانستان په ختيځ کې ډېری امريکایي سرتېري دېره دي.

تر اوسه د بريد پړه چا پر غاړه نه داخيستې.