مالي کې د فرانسویانو په وژنې شکمن نیول شوي

د مالي له شماله راپورونه وايي، د دوو فرانسوي خبریالانو د وژنې په تړاو یو شمېر شکمن کسان نیول شوي او پښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.

ګېسلیان دوپونت او کلاود وېرلون د وسله والو کسانو لخوا تښتول شوي وو او د شنبې په ورځ يې مړي له کېدال ښارګوټي سره نږدې وموندل شول.

دوی کېدال ته د توارېګ بېلتونپالې ډلې له یوه ویاند سره د مرکې لپاره تللي وو.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لاورینت فابیوس وویل، یو شمېر کسان نیول شوي او په دې اړه ترې پوښتنې روانې دي.

د دغو دواړو خبریالانو مړي به نن فرانسې ته ولېږدول شي.