برتانوي پولیس د شکمن ترهګر نيولو هڅې کوي

پولیسو په بریتانیا کې د یوه شکمن ترهګر د لټون لپاره د بېلابېلو ځواکونو ګډې هڅې پیل کړي چې د جمعې په ورځ په چادرۍ کې وتښتېد.

له ترهګرۍ سره د مبارزې میتروپولېټن پولیس د محمد احمد محمد د نیولو ډلې مشري کوي.

له دوی سره د ایم آی ۵ او بریتانیا د سرحدي ایجنسۍ ملاتړ هم شته.

محمد چې د سومالیا له الشباب ډلې سره تړاو لري د لندن په یوه جومات کې یې خپل تصمیم په ډاګه کړی دی.