د تايوان په ښار کې ۷ وړې چاودنې شوې دي

د چین دولتي خبري رسنۍ وايي د تایوان په ښار کې د واکمن کمونست ګوند د دفتر په وړاندې ګڼې کوچنۍ چاودنې شوې دي.

د یوه تن د وژل کېدو او ګڼو نورو د ټپي کېدو راپورونه ورکول شوي دي.

عیني شاهدان وايي دوی د سهار د ګڼې ګوڼې پر مهال د اوو چاودنو غږونه اورېدلي دي.

یو شمېر څېړونکو د چین په ټولنیزو شبکو کې دغه پېښې له ټولنیزو او اقتصادي فشارونو سره تړلې دي.