سوریه کې د واکسینو پراخ کمپاین

د سوریې حکومت په ملي کچه د واکسینو د یوه پراخ کمپاین پیلولو اعلان کړی دی.

د دغه هېواد چارواکي وايي، دوی غواړي چې د سوریې ټول ماشومان ان د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو کې د پولیو، شري او نورو خپرېدونکو ناروغیو پر وړاندې واکسین کړي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر فیصل مقداد وویل، د ده حکومت به له نړیوالو سازمانونو سره په دې برخه کې همکاري وکړي خو دا یې و نه ویل، چې هغو سیمو ته به واکسین کله او څنګه ولېږدوي چې دوی پکې له یاغیانو سره په جګړې بوخت دي:

''موږ به د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق، نړیوال روغتیايي سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې او د سوریې په خاوره کې له هر بل مرستندوی بنسټ سره مرسته وکړو چې واکسین د سوریې هر ماشوم ته ور ورسوي. له بله پلوه، موږ پر نړیوالې ټولنې غږ کوو، چې د سوریې له خاورې دباندې هم هر سوري ماشوم ته واکسین ورسوي''.

ښاغلي مقداد دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې په سوریه کې له څوارلسو کالو وروسته د لومړي ځل لپاره د ګوزڼ قضیې ثبت شوې او داسې وېره شته چې دغه ناروغي په چټکۍ خپرېدای شي.