تايلندي لومړۍ وزيره د نوي قانون دفاع کوي

د تايلند لومړۍ وزيرې ينگلوک شيناوارتا په پارلمان کې د بخښنې د يوه لانجمن قانون د وړاندې کولو په برخه کې له خلکو غوښتي چې دقت ورته وکړي او سر پرې خلاص کړي.

پر دغه قانون د حکومت مخالفو گوندونو له لورې پراخ اعتراضونه شوي دي.

هغوى وېره لري چې له دې سره به د لومړۍ وزيرې ورور او پخوانى لومړى وزير تاکشين شينوارتا هېواد ته د راستنېدا حق ترلاسه کړي.