'که امريکا بريدونه ونه دروي اکمالاتي لارې تړو'

د پاکستان مخالف سیاستوال عمران خان ګواښنه کړې که امریکا په دغې میاشتې کې خپل د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ونه دروي نو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو حیاتي اکمالاتي لار به پرې وتړي.

ښاغلي عمران خان له بي بي سي سره په یوې مرکې کې امریکا تورنه کړې چې د پاکستاني طالبانو حکیم الله مسعود په وژلو سره يې د سولې خبرو ته زیان اړولی دی.

هغهّ ویلي که د نومبر میاشتې تر شلمې نېټې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ونه درول شي هغه به لاریونونه سمبال کړي چې د خیبر درې له لارې د ناټو اکمالات ودروي.