سعودي زرګونه بهرني کارګر نيولي

د سعودي چارواکي وايي له هغه راهيسې چې د بهرنيو کارګرانو د حالت قانوني کولو وروستۍ نېټه د يکشنبې پر ورځ پای ته ورسېده، شاوخوا ۳۰ زره يې نيول شوي دي.

په داسې حال کې چې بهرني کارګران د پوليسو له چاپو ځان ساتنې په موخه خپلو کورونو کې پاتې شوي، ډېری رستورانتونه، د جامو مينځولو ځايونه او نور واړه پلورنځايونه تړل شوي دي.

دغه ګام ان د مړيو خښولو پر چارو هم اغېز کړی، ځکه چې بهرني کارګر د مړيو مينځلو لپاره نه ورځي.

د اندونيزيا يوه جګپوړي چارواکي بي بي سي ته ويلي دغه هېواد د خپلو نژدې ۸ زره اتباعو د ورستنولو لپاره د الوتنو سمبالښت تابيا نيسي، چې ځينې يې په سعودي کې ان ۳۰ کاله اوسېدلي دي.