پر ایران بندیزونه له اتومي پروګرام سره تړلي

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما وايي که ایران د خپل اتومي پروګرام پرمختګ بند کړي او ځینې برخې یې بېرته را وګرځوي، نو کیدای شي چې امریکا پر دغه هېواد اقتصادي فشار کم کړي.

خو له امریکايي چینل ان بي سي سره په مرکه کې ښاغلي اوباما چې د ایران د اتومي پروګرام پر سر خبرې به پر ایران د لویدیځو هېوادونو د لګول شويو بندیزونو په اړه نه وي:

''زموږ دنده داده چې باید پر ایران اعتماد ونه کړو زموږ دنده داده چې باید داسې میکانیزم رامنځ ته کړو چې په دې پوه شو ایران د خپل اتومي پروګرام په اړه څه کوي او څه نه کوي.

موږ کېدای شي یو څه نرمي وکړو، خو اصلي بندیزونه به په خپل ځای پاتې وي. نو که په شپږو میاشتو کې چې موږ د لویو ستونزو د هواري هڅه کوو دوی له شوې معاملې خلاف کار وکړي او دوی ونه غواړي چې شوې معامله پرمخ پوځي او موږ ته دا ډاډ رانه کړي، چې دوی خپل اتومي پروګرام ته پراختیا نه ورکوي، نو موږ به بيا فشارونو ته دوام ورکړو''.