زابل کې چاودنې اته ولسي وګړي وژلي

د افغانستان سوېلي ولایت زابل کې د ماین چاودنې د ماشومانو او ښځو په ګډون لږترلږه اته ولسي وګړي وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.

ددغه ولایت د پولیسو مشر غلام سخي روغ لیونی وایي، چاودنه نن سهار د مرکز کلات اړوند باکورزو په کلي کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې یو کرولا (سراچه) موټر پر یو ښخ کړل شوي ماین برابر شو.

هغه وایي چې په وژل شوو کې د یوه ملا امام په ګډون دوه ماشومان او پنځه ښځې هم دي، چې له کلي د ښار پر لور روان وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د موټر د چلوونکي په ګډون درې کسان ټپیان شوي هم دي.

چارواکي وایي ماین د وسله والو مخالفینو له لوري د لارې په اوږدو کې اېښودل شوی و.

خو ددې ادعا په اړه لاهم وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.