کندوز کې ځانمرګی له بريد وړاندې وژل شوی

د افغانستان په شمال کندوز ولایت کې چارواکي وايي یو ځانمرګی برید ګر یې هدف ته له رسېدو مخکې وژلی دی.

د کندوز امنیې قومندان مصطفی محسني وايي ځانمرګی برید ګر غوښتل د سیمه ییزو پولیسو د ځايي قومندان د ورور د واده په مراسمو کې برید وکړي، چې پولیسو وپېژاند او هدف ته له رسېدو مخکې یې په ډزو وواژه.

د نوموړي په وینا پېښه کې یوازې بریدګر وژل شوی او یو پولیس سرتېری ټپي دی.

کومې وسله والې ډلې تر اوسه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.