د ریاض اخ و ډب کې دوه لاریونیان وژل شوي

د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض په یوه سیمه کې، چې ډېری اوسېدونکي یې بیوزله کسان دي، د ځايي پولیسو او بهرنیو کارګرانو تر منځ اخ وډب شوی.

پولیسو ویلي، پېښه کې دوه کسان وژل شوي دي او سلګونه احتجاج کوونکي نیول شوي دي.

هغو ویډيوي کلیپونو کې، چې په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي، پولیس لیدل کېږي، چې د احتجاج کوونکو خپرولو لپاره سوټي کاروي.

دغه پېښه له هغه یوه اونۍ وروسته کېږي، چې سعودي پولیسو د هغو بهرنیو کارګرانو پر ضد فعالیت پیل کړ، چې دوی پرې د ویزو او کاري جوازونو له شرایطو د سرغړاوي کولو تور پورې کاوه.