تهران کې مرستیال وزیر په ډزو وژل شوی

د ایران یو مرستیال وزیر په پلازمېنې تهران کې په ډزو وژل شوی دی.

ویل کېږي، چې د کانونو، صنایعو او سوداګرۍ وزارت مرستیال صفدر رحمت ابادي د تهران په یوې څلور لارې کې د خپل موټر د چلولو پر مهال وژل شوی دی.

د ایران پولیس وايي، د نوموړي په موټر کې د مرمیو دوه کولې موندل شوې، چې له دې داسې ښکاري چې بریدکوونکی په همدې موټر کې و.

دغه وژونکی تر اوسه نه دی مالوم شوی.

ښاغلی ابادي د محمود احمدي نژاد د ادارې لخوا پر دې څوکۍ ګومارل شوی و، خو د ولسمشر حسن روحاني لخوا پر همدې څوکۍ بېرته وګومارل شو.