د بشارالاسد مخالفینو خبرو اترو ته چمتوالی ښودلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سوریې د حکومت د مخالفینو لخوا د دغه هېواد د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو په موخه جوړېدونکي کنفرانس کې د برخې اخېستنې هوکړه یو ستر پرمختګ بللی دی.

د سوریې د ملي ایتلاف په نامه حکومت مخالفې ډلې نن اعلان وکړ، که کلابندو سیمو ته د مرستندویه ادارو د لاسرسي ضمانت ورکړل شي او سیاسي بندیان خوشې شي دوی به په دغو خبرو اترو کې ګډون وکړي. دغې ډلې همدراز ویلي، چې د سوریې په اړه د کنفرانس پایلې باید په دغه هېواد کې سیاسي لېږد رامنځته کړي.

تر دې وړاندې د ولسمشر بشار الاسد حکومت په جېنېوا کې د روانې میاشتې په پای کې د دغه جوړېدونکي کنفرانس لپاره مخشرطونه رد کړي وو.