۴ نيويارک ميشتي ايراني هنرمندان وژل شوي

څلور تنه نیویارک میشتي ایراني هنرمندان په ډزو وژل شوي دي.

پولیس وايي، په دوی کې یوه تن علي اکبر محمدي رفیع د یلو ډاګز په نامه د راک موسیقۍ د دوو غړو په ګډون درې کسه په ډزو وژلي او وروسته یې ځان هم وژلی دی.

د نیویارک د پولیسو کمېشنر ری کیلي وویل، د ده په باور د دغو کسانو تر منځ د پیسو پر سر شخړه راپورته شوې وه.

دی وایي د برید کوونکي لخوا درې کسان ویشتل شوي او وژل شوي دي. څلورم کس چې ټپي وو ځان یې وژلی دی.

موږ پر دې باور یو، چې دغه ټول کسان ایرانیان دي او یا په ایران کې زېږېدلي دي.

د پېښې په اړه نور مالومات څرګند نه دي.