افغان حکومت ماین پاکۍ ته نړیواله مرسته غواړي

د افغانستان حکومت د دغه هېواد د ماین پاکۍ د پروګرام د ملاتړ لپاره له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو لخوا ملاتړ کېدونکي بنسټ د افغانستان د ماین پاکۍ د همغږۍ مرکز په خبره، د دغه پروګرام په بودیجه کې د تېر کال په پرتله پنځه ویشت سلنه کموالی راغلی دی.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال محمد کریم خلیلي ملګرو ملتونو ته په خپلو وروستیو لیکونو کې د دغه پروګرام د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د ماین پاکۍ د همغږۍ مرکز په خبره، که څه هم په افغانستان کې په دې برخه کې ډېرې بریاوې تر لاسه شوې خو لا هم په دغه هېواد کې ۵۲۱ مربع کلومتره سیمه په ماینونو او ناوچادو توکو ککړه ده.

د شمېرنو له مخې، په افغانستان کې په میاشتني ډول څلوېښتو ولسي وګړو ته د ماینونو او ناوچاودو مرمیو له کبله مرګ ژوبله اوړي.