کراچۍ کې د نښتې پر مهال ۸ کسه وژل شوي

په پاکستان کې چارواکي وايي په جنوبي ښار کراچۍ کې د امنیتي ځواکونو په برید کې درې مشکوک وسله وال او یو ملیشه وژل شوي دي.

دوی وايي باور دی چې وسله وال کسان د تحریک طالبان ډلې غړي وو، چې بندیز پرې لګېدلی او پلان یې درلود چې د محرم په میاشت کې پر شیعه لږکیو برید وکړي.

د برید پر مهال د لاسي بمونو په ګډون زیاتې وسلې نیول شوي دي.

امنیتي ځواکونه پر شیعه ګانو د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره د بشپړې تیارسۍ په حال کې دي.