محکمې د مرسي پر ۱۲ ملاتړو د بند حکم کړی

په مصر کې یوې محکمې له واکه د لرې کړل شوي ولسمشر محمد مرسي ۱۲ پلویان هر یو په ۱۷ کاله بند محکوم کړي دي.

پر دوی تور وو چې د اکتوبر میاشتې په وروستیو کې یې په تاوتریخجنو لاریونونو کې برخه لرله.

دا ۱۷ تنه د الازهر پوهنتون د محصلینو له خوا د لاریون پرمهال د وژنې، تیري او ورانکاریو په تور محاکمه شول.

محکمې دغه راز ویلي که تورن کسان ۹۰۰۰ ډالره ضمانت ورکړي نو پر دوی د لګول شويو تورو تر سپیناوي به له بنده خوشي شي.

د پوځ له ملاتړه برخمن حکومت د تیرې جولای میاشتې راهیسې له کله نه چې مرسي له واکه لرې کړای شوی، د ښاغلي مرسي زرګونه پلویان نیولي دي.