افغانستان کې د ناټو يو سرتېری وژل شوی دی

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ نړیوال سوله ساتي ځواکونه آیساف وايي یو سرتیری یې د ماین په چاودنه کې وژل شوی. د آیساف له خوا په یوه خپره شوې خپرپاڼه کې ویل شوي دا پېښه د افغانستان په سویل کې شوې ده.

په خبرپاڼه کې د وژل شوي سرتیري اړوند هیواد او د پیښې کره ځای نه دی په ډاګه شوی.

سږکال آیساف ځواکونو ته د تیر کال په پرتله څو برابره کمه مرګ ژوبله اوښتې.

د آی کژولټیز ویب پاڼې د معلوماتو له مخې سږ کال په افغانستان کې ۱۴۶ بهرني سرتیري وژل شوي چې یوازې ۱۱۶ یې امریکايان دي.