پغمان کې چاودنې دوه افغان پوليس وژلي

د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې دوه پولیس د یوه ریموټ کنترول بم چاودنې له کبله وژل شوي دي.

د پغمان د امنیې قومندان امرالله خان بي بي سي ته وویل، پولیسو لومړي تر یوه پله لاندې ځای پر ځای شوی ماین کشف او خنثی کړ او هغه مهال چې د ماین خنثی کولو ډله د سیمې پر لور تله، یوه بل ماین یې په لاره کې وچاودېد.

ویل کېږي، د چاودنې پایله کې د امنیتي ځواکونو یو شمېر کسان ټپیان شوي دي، خو په دې اړه په رسمي توګه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.