د مالديپ ټاکنو کې محمد نشيد ماتې منلې

مالدیپ کې د دغه هېواد د اپوزېسیون مشر محمد نشېد ولسمشریزو ټاکنو کې د خپلې ناکامۍ اعتراف کړی دی.

لومړنۍ پایلې ښيي، چې د ټاکنو دویم پړاو د دغه هېواد د پخواني واکمن یوه نژدې خپلوان ګټلی.

عبدالله یامین د پخواني ولسمشر مامون عبدالقیوم ناسکه ورور دی، چې ۲۰۰۸ کال کې یې خپل هېواد کې د لومړنیو دیموکراتیکو ټاکنو تر سره کېدو تر مهاله درې لسیزې حکومت وکړ.

خبریالانو پخوانی ولسشمر محمد نشېد ته په څرګنده توګه د مخکښ په توګه کتل.