د ولسمشر ټیلیفون ثبت: ټوني اېبټ څه نه وايي

د استرالیا لومړي وزیر ټوني اېبټ د دغه هېواد پارلمان ته ویلي دی نه غواړي د رسنیو راپورونو په اړه تبصره وکړي چې ګواکې استرالیا د اندونیزیا د ولسمشر سوسیلو بمبنګ یودیانو ټلیفون په قصدي توګه څارلی دی.

ښاغلي اېبټ زیاته کړه هېڅکله به هم داسې یو څه و نه کړي، چې له اندونیزیا سره یې اړیکې خرابې شي، هغه اړیکې چې د ده په وینا د استرالیا لپاره ډېرې ارزښتناکه دي.

د امریکا د استخباراتو د پخواني قرارا دادي اېډورډ سنوډن له خوا په کشف شوي معلوماتو کې راغلي چې ښاغلی یودیانو او د هغو د نژدې همکاران په ۲۰۰۹ کال کې د څار هدف وو. د دې معلومات د را برسېره کېدو پرمهال ښاغلی اېبټ لومړی وزیر نه و.

خبریالان وايي د دې معلومات رابرسېره کېدل وروسته له هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته ګواښ بلل کېږي چې تېره میاشت ادعا وشوه، په اندونیزیا کې د استرالیا سفارت په نړۍ کې د امریکايي استخباراتو د څار د شبکې یوه برخه وه.