د عراق ناامنیو کې تر ۲۰ ډېر کسان وژل شوي

رپوټونه وايي، د عراق بېلابېلو چاودنو او امنیو کې تر ۲۰ ډېر کسان وژل شويا و لسګونه نور ټپیان دي.

زیاتره چاودنې د بغداد تر ډېره شیعه مېشتو سیمو کې شوي دي.

د بغداد پولیس وايي، د بغداد مرکز الصدریه کلي په بازار کې یوې چاودنې لږترلږه پنځه کسان وژلي، چې د پېر او پلور لپاره راغلي وو او پنځلس نور یې ټپیان کړي دي.

په الشعب، الطوبجي او الکرادا الاعظمیه او امیل کې هم بریدونه شوي.

له تېر اپریل راهیسې عراق کې د خونړیو بریدونو لړۍ تېزه شوې ده.