ترکيه کې پولیسو يو شکمن بريدګر نيولی

راپورونه وايي چې ترکي پوليسو د لومړي وزير له دفتره بهر يو شکمن بريدګر نيولی دی.

امنيتي چارواکي بشپړ باوري دي، چې نيول شوی کس ځانمرګی و او هوايي ډزې يې کړې دي.

خو د ترکيې د کورنيو چارو وزير وايي هغه کڅوړه چې دغه کس لېږدوله بم ته ورته وه او نوموړي (دماغي ثبات) نه لري.

ويډيويي تصويرونه ښيي چې په انقره کې امنيتي ځواکونه سيمه کلابندوي.

په دې اړه ضد او نقيض راپورونه دي او حکومتي رسنيو مخکې ویل چې لومړی دغه کس ويشتل شوی او بیا پولیسو روغتون ته لېږدولی دی.