'د ننګرهار یوه جومات کې اووه وسله وال وژل شوي'

د افغانستان کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې ننګرهار ولایت یوه جومات کې د حکومت اووه کسه وسله وال مخالفان د ماین چاودنې په یوه پېښه کې وژل شوي دي.

اعلامیه کې ویل شوي، چې وژل شوي کسان د شیرزادو ولسوالۍ په یوه جومات کې په ماین جوړولو بوخت وو، چې ماین وچاودېد او ټول اووه کسان ووژل شول.

اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې پېښه کې ملکي کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د افغان حکومت وسله والو مخالفینو تر اوسه د دې پېښې په باب څه نه دي ویلي.