د سوريې جګړه کې ۱۱۰۰۰ ماشومان وژل شوي

یوه نوې خپره شوې څېړنه ښيي، چې د سوریې په نژدې درې کلنه کورنۍ جګړه کې له ۱۱ زرو ډېر ماشومان وژل شوي دي.

دغه څېړنه، چې اکسفورډ څېړنېزې ډلې کړې او بي بي سي ته ورکړل شوې، ښيي، چې ډېر وژل شوی ماشومان په شاوخوا کې د توپونو مرمیو لګېدو له کبله له ژونده محروم شوي دي.

خو څېړنه کې دا هم ویل شوي، چې تر زرو ډېر ماشومان په لوی لاس په نښه شوي او وژل شوي دي دغه راز لږ تر لږه سل داسې ماشومان، چې د ځینو عمرونه له یوه کاله هم کم وو، له تشدد وروسته وژل شوي دي.

رپوټ کې پر ټولو ښکېلو لوریو غږ شوي، چې سوریه ماشومان وژغوري او دغه راز د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه شوې، چې دغه بېرحمه جنایت یې کړی.